غزه والو ته هیلې؛ راتلونکې دوشنبه د اوربند ټینګېدو وړاندوینه کېږي

نړۍ، د کب ۸ مه، بهرنۍ رسنۍ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډڼ په نیویارک کې د خپل ټاکنیز کمپاین په یوه ناسته کې تر ګډون وروسته د ایسکریمو په یو پلورنځي کې د ایس کریم د اخیستو پر مهال غزه کې د اوربند په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې هیله لري د راتلونکې دوشنبې په ورځ غزه کې د اوربند د ټینګېدو شاهدان واوسي.

نوموړي ویلي، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د اوربند د ټینګېدو خبره ورته د هغه مشاور کړې او دی خپله ډاډمن نه دی.

بایډن دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې له پرون راهیسې دوحه کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د اوربند د ټینګېدو او د اسیرانو د تبادلې پر سر خبرې روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته