غزه؛ ښایي ۱۰ زره جسدونه تر خاورو او نړېدلیو ودانیو لاندې وي

نړۍ، د سلواغې ۳ مه، بهرنۍ رسنۍ
د غزې د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له امله په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر شاوخوا ۴۷ تنو ته رسېدلی او داسې اټکل کېږي، چې د وژل شویو له ډلې ۱۰ زره یې تر خاورو او د ویجاړو شویو ودانیو تر دېوالونو لاندې وي.
د فلسطین ملکي دفاع ادارې ویلي، چې تر دا مهاله یې د ۹۷ تنو جسدونه راویستي او شاوخوا ۲ زره ۸۴۰ نور په بشپړ ډول خاروې شوي دي.
د راپورونو له مخې په شهیدانو کې نږدې ۱۶زره ۵۰۰ ماشومان او شاوخوا ۱۱,۰۰۰ ښځې شاملې دي.
دغې جګړې کې شاوخوا ۱۰۰ زره تنه فلسطینیان ټپیان شوي، چې سخت ژوبل(معلولین) هم په کې شامل دي.