غزه؛ د شهیدانو شمېر ۳۰ زره ۶ سوه تنو ته رسېدلی
نړۍ، د کب ۱۶ مه، بهرنۍ رسنۍ
غزه کې نن چهارشنبې د اسرایلو او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ جګړه د ۱۵۲ مې ورځې لپاره هم روانه ده او صهیونست رژیم د دغې تړانګې په بېلابېلو برخو کې یو شمېر سیمې او مسکوني ځایونه په نښه کړي، چې ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي.
دغې جګړه کې د ټولو شهیدانو شمېر ۳۰ زره ۶۳۱ او د ټپیانو شمېر بیا ۷۲ زره او ۴۳ تنو ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو او د نړۍ د ډېری هېوادونو له غوښتنې سره سره اسرایل بیا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
داسې حال کې چې د روژې مبارکې میاشتې ته یواځې څو ورځې پاتې دي، د اسلامي همکاریو سازمان اړوند هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو جده کې د ورستۍ ناستې پر مهال په غزه کې د سملاسي اوربند د ټینګولو غوښتنه کړې ده.
دوی د فلسطینيانو د ټول وژنې د دوام په اړه خبرداری ورکړی دی.