خبرونهنړۍ

غزه؛ د شهیدانو شمېر له ۳۷ زرو څخه واوښت

نړۍ، د غبرګولي ۲۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې نن یکشنبې د اسرایلي اشغالګرو او فلسطیني مجاهدینو ترمنځ د روانې جګړې ۲۴۷ مه ورځ ده او په دغې موده کې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له امله د ټولو فلسطیني شهیدانو شمېر ۳۷ زره ۸۴ او د ټپیانو شمېر ۸۴ زره ۴۹۴ تنو ته ورسېده.

د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۳ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او ۸۱۴ نور ټپیان دي.

غزه کې د فلسطیني شهیدانو شمېر پرون وروسته تر هغې مخ په لوړې لاړه، چې اسرایلي پوځیانو له ځمکنيو، هوایي او سمندري بریدونه څخه په استفادې په النصریات د بې ځایه شویو پنډغالی او ځینې نور د عامو خلکو مېشت ځایونه په نښه کړل.

د فلسطین په دغو ۳۷ زره شهیدانو او ۸۴ زره ټپیانو کې اکثریت ښځې او ماشومان دي او په ټپیانو کې بیا ۳ زره داسې ماشومان شامل دي، چې د خپل بدن مهم غړي لکه لاس او پښې یې له لاسه ورکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته