خبرونهټولنه

غزني کې ۹۷ کسان له حرفوي زده کړو فارغ شول

کابل د لړم ۳مه، باختر

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د ( اچ. اچ. آر. ډي) موسسې په مالي ملاتړ په غزني ښار کې ۹۷ کسان له بېلا بېلو حرفوي زده کړو فارغ شوي دي.

د یاد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو آمر مولوي سید محمد ابو عرفان د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې په دغو روزنېزو پروګرامونو کې ۶۳ مېرمنو د چرګانو د روزنې ۳۴ کسانو یتیمان او معلولین د خیاطي او مبایل جوړولو په برخه کې شپږ میاشتې زده کړې ترلاسه کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې هر فارغ شوي کس ته اړین وسایل هم ورکړل شول او هره میاشت به هر کس ته ۱۵۰۰ افغانۍ او خوراکي مواد هم ورکول کېدل.

په ورته وخت کې، فارغ شوي کسانو د موسسې څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه زده کړې به دوي ته د کاري فرصتونه په برابرولو کې مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته