غزني کې یوعامه کتابتون جوړ شو

کابل د مرغومي ۳۰مه، باختر
د غزني ولایت د ګېلان ولسوالۍ په شینکي کلي کې یو عامه کتابتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یادې ولسوالۍ د پوهنې امر مولوي عبدالمنان هارون باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت د ګېلان ولسوالۍ په شینکي کلي کې د جاغوري ولسوالۍ د خلکو په مالي ملاتړ د ۳ زره ټوکه بېلابېلو کتابونو په درلودلو سره یو کتابتون جوړ او ګتې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه کتابتون کې بېلابېل دیني، ادبي، فرهنګي، ټولنیز، سیاسي او ساینسې کتابونه شتون لري، چې ورسره به د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د کتابونو لاس رسی اسانه او د علمي کچې په لوړولو کې به ورسره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په مقر ولسوالۍ کې هم ورته یو کتابتون جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته