خبرونهټولنه

غزني کې څه باندې ۱۱۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوه

کابل، د غبرګولي ۱ مه، باختر
د غزني د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د نوآباد ښارګوټي په مربوطاتو کې د ۴ ترانسفارمرونو په نصبولو سره ۱۱۲۵ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده.
د غزني د برېښنا رییس قاري صلاح الدین توکلي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه ترانسفارمرونه هر یو د ۴۰۰ کیلو ولټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې د سیمې د اوسېدونکو له مالي ملاتړ او د یاد ریاست له لوري پرانیست او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد ترانسفارمرونه د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۱۸ میلیونه ۷۵۰ زره افغانیو په لګښت نصب شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته