غزني کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د لیندۍ ۱۲ مه، باختر
د غزني ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې لسګونه کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت د ګېلان ولسوالۍ په قول سبزي سیمه کې د یونېسف موسسې په مالي ملاتړ د ۱۵۸ زره او ۶۸۱ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۵۰۰ کونیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې شبکې د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې نوموړې سیمې ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته