کابل، د زمري ۱۷مه، باختر
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په ناهور ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ۳۲۸ پراختیايي پروژو د پلې کېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني د ناهور ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د ملګرو ملتونو پروژوي دفتر UNOPS په مالي ملاتړ د څه باندې ۱۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام د ۳۲۸ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو ، د اوبو لګولو، محافظوي دېوالونو جوړول شامل دي، چې د کار په جریان کې یې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
باید وویل شي چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې دي.