غزني کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل، د مرغومي ۲۶مه، باختر

د غزني د ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولايت کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د شامیر صاحب کانال د جوړولو چارو د بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.

په جوړو شویو مراسمو کې د غزني د ښاروالۍ د سکتور آمر فضل احمد مدني وویل، چې د شامیر صاحب کانال د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۲۷۱ متره په اوږدوالي، دوه نیم متره په لوړوالي، او دوه متره په پلنوالي سره جوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد کانال د جوړولو په مهال ۱۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

د مدني په وینا، چې د شامیر صاحب کانال د ملکي روغتون اوبه د ښار عمومي کانال سره نښلوي.

د یادې ادارې مسوولین وایي چې په غزني کې د یونپس نړیوالې موسسې په مالي ملاتړ یو شمېر نورې پروژې هم تر کار لاندې دي، چې د ځینو یې چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته