غزني کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې
کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د غزني ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د مرکز اړوند خشک سیمه کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډول د یوه سړک د رغونې چارې پیل شوې.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه ویلي، چې دغه سړک د ۶۰۰ متره په اوږدوالي او د ۷ متره په سور سره د یونپس نړیوالې موسسې په مالي ملاتړ جوړېږي، چې د دوو میاشتو په موده کې به یې کارونه بشپړ شي.
په دې پروژه کې د سیمې ۶۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د غزني په روضې سیمه کې هم د یوه بل سړک د رغونې چارې روانې دي، چې نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.