خبرونهښوونه او روزنه

غزني کې د ۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي

کابل، د چنګاښ ۱۴ مه، باختر

د غزني د پوهنې ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د جاپان په مالي ملاتړ د څه باندې ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو چارو د پیل کېدو خبرورکړی دی.

د غزني د پوهنې رییس مولوي میرنصیراحمد حسیني د باختراژانس خبریال ته وویل، چې دغه ښوونځي د جاپان له لوري د یاد ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې جوړېږي چې په بشپړېدو سره یې په یادو ولسوالیو کې زرګونو زده کوونکو د زده کړو زمینه برابرېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پروژه کې د مُلامشک عالم او نظروال لېسو او د شاحال، شهید امین الله او زیککي ښوونځيو لپاره د یو پوړیزو ودانیو جوړول شامل دي.

ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یادو ښوونځيو په جوړېدو خوښي څرګندوي او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته