غزني کې د ۲۲ روږدو کسانو درملنه وشوه
کابل، د وږي ۲۷ مه، باختر
د غزني امنیتي مسوولینو په یاد ولایت کې په نشه يي توکو د ۲۲ روږدو کسانو د درملنې خبر ورکړی دی.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه روږدي کسان د ښار له بېلا بېلو سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه د روږدو کسانو کمپ ته لېږدول شوي وو، چې له درېیو میاشتو درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د نوموړي په وینا تېرکال په دغه ولایت کې په نشه يي توکو سلګونه روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته له ټولو ولایتونو څخه په نشه يي توکو زرګونه روږدي کسان راټول او د روږدو کسانو د درملنې په مرکزونو او روغتونونو کې روغ شوي دي.