غزني کې د ۲۰ جوړو ډله ‌ییز واده ترسره شو

کابل، د مرغومي ۲۵ مه، باختر
په غزني ولایت کې د یوه ځايي سوداګر په مالي ملاتړ د ۲۰ جوړو د ډله ‌ییز واده مراسم ترسره شول.
په دغه مراسمو کې ګڼ شمېر کورنیو، قومي مشرانو، ځوانانو، او دولتي چارواکو ګډون کړی و.
د یاد ډله‌ییز واده مالي ملاتړ کوونکي، سید ګل احمد معتمدي، باختر اژانس ته وویل چې د دې مراسمو موخه د هغو کسانو لاسنیوی دی, چې د لوړو لګښتونو له امله د واده کولو توان نه لري.
دغه راز د پروګرام تنظیمونکو وویل چې د ډله‌ییزو ودونو موخه یوازې د لګښتونو کمول نه، بلکې د ځوانانو د ژوند پیل ته د اسانتیاوو برابرول او د بې‌ځایه دودونو مخنیوی دی.
دوی پر خلکو غږ وکړ چې په ودونو کې د بې‌ځایه لګښتونو او ناوړه دودونو څخه ډډه وکړي، ترڅو بې‌وزله ځوانان د دغو لګښتونو له امله منکراتو یا ناقانونه سفرونو ته اړ نه شي. د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو د ډله ییز ودونو مراسم ترسره شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته