خبرونهاقتصادټولنه

غزني کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د یوه سړک د جوړولو کار پیل شو

کابل، د وږي ۱۳ مه، باختر

د غزني ولایت په مرکز درېیمه ناحیه کې د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې دي.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د غزني ښار په درېیمه ناحیه کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي او ۶ مترو په سور سره د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې دغه سړک به د دوو میاشتو په موده کې جوړ شي او ورسره به د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي.

هېره دې نه وي چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیارغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته