غزني کې د یو میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
کابل، د لیندۍ ۱۹مه، باختر
د غزني ولایت په مرکز کې د یو میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ځايي خلکو په مالي ملاتړ د یو میلیون افغانیو په لګښت د بابا ادم صفي الله ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپآرل شوه.
مسوولینو زیاته کړې چې دغه ودانۍ ۹ درسي او یوه اداري خونه لري چې د زده کوونکو لپاره د زده کړو مناسب چاپیریال برابر شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې ښوونځیو ته زرګونه ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.