غزني کې د یوه جومات د جوړېدو چارې بشپړې شوې
کابل د لېندۍ ۲۴مه، باختر
د غزني ولایت په مرکز اسفندي سیمه کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ او ګټې اخسیتنې سپارل شوی دی.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز اسفندي سیمه کې د ځایي خلکو په مالي ملاتړ د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ضیاء المساجد په نوم د یوه جومات د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخسیتنې ته سپارل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د یاد جومات د جوړولو چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې شوي او په یوه وخت کې د ۴۰۰ لمونځ کوونکو د ځاېدو ظرفیت لري.