خبرونهټولنه

غزني کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ له ۲۴ کلنۍ دښمني وروسته جوړه وشوه

کابل، د غبرګولي ۸مه، باختر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په غزني ولایت کې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ د ۲۴ کلنې دښمنۍ د ختمولو خبر ورکړی دی.

له ياد وزارت څخه باختر اطلاعاتي آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې یاده دښمني د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ د هزاره وو او کوچیانو د للزي قوم ترمنځ ۲۴ کاله وړاندې رامنځته شوې وه، چې له کبله یې یو کس هم وژل شوی و.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې یاده شخړه د تېر امارت پر مهال رامنځته شوې وه، خو د مقتول کورنۍ ته د پور د نه ورکولو له کبله تراوسه نا حل پاتې وه، چې له کبله یې طرفینو وخت ناوخت یو بل ته زیانونه اړول.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوې، چې یاده دښمني د غزني ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په منځکړیتوب ختمه او دواړو لورو ترمنځ جوړه وشوه.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۲ کلنې دښمنۍ وروسته جوړه شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته