خبرونهاقتصادټولنه

غزني کې د کامل کانال د رغولو چارې پیل شوې 

کابل د تلې ۷مه، باختر

د غزني ولایت ځایې مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۰۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت د کامل کانال د جوړېدو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د اېف، اې، او مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۰۶ زرو ۲۴۴ امریکايي ډالرو په لګښت د کامل کانال د جوړېدو چارې پیل شوي، چې پکې ۱۲ پلچکونه او ۱۵ هایدرولېکي دروازې په کې شاملې دي، په جوړېدو سره به یې ۱۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.

د یادولو وړ ده، چې په دغه کانال کې ۴۵ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې، چې چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته