غزني کې د فوټسال سیالۍ پیل شوې
کابل, د لېندۍ ۱۴ مه, باختر
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولینو د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالیو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د غزني ولایت د ورزش او بدني روزنې آمر بلال مجاهد باختر اژانس ته ویلي چې د فوټسال دغه سیالۍ د غزني ښار په مولا علي جمنازيوم کې ترسره کېږي او یوه میاشت به دوام وکړي.
هغه وایي چې د یادو سیالیو په لومړۍ ورځ د اتحاد شهرستان او قهرمانان لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه, چې اتحاد شهرستان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته څلور د دوو پر وړاندې ماتې ورکړه.
نوموړی وایي چې له یادو سیالیو څخه موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی او ورته د تفریح رامنځته کول دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونې مخکې هم د غزني ولایت په کچه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې وې.