غزني کې د درېیو پروژو چارې پیل شوې
کابل، د لړم ۱۳ مه، باختر
د غزني ولایت په مرکز کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیوټولګټو پروژو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی.
د غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د دغې پروژې چارې یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت په غزني ښار کې پیل شوې دي.
د نوموړي په وینا لومړۍ پروژه د ۴۷۷ مترو په اوږدوالي او ۳ مترو په لوړوالي د قلعه جوز د استنادي دېوال جوړول دي، چې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ښار په څلورمه ناحیه کې پلې کېږي او د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۶۵۰ متره کانالیزسیون سیستم دی، چې د یاد ښار په درېیمه ناحیه کې پلې کېږي.
درېیمه پروژه د ۵۲۵ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري چې د یاد ښار د درېیمې ناحیې د قلاتي کلي سړک رغول دي او چارې به یې په ۲ میاشتو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې په دغو پروژو کې سلګونو کسانو ته د کارزمینه برابره شوې ده.