امنیت

غزني ښار کې ژوند بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی

کابل باختر د  زمري  ٢٤:
په غزني ښار کې د چاڼیزو عملیاتو له پیله تر اوسه پنځو امنیتي حوزو بېرته خپل فعالیت پیل کړی او په شپږمه امنیتي حوزه کې چاڼیز عملیات دوام لري. دغه راز د هیواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د غزني ښار په لویديځو او شمالي سیمو په ځانګړې ټوګه په حیدرآباد سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو په حال کې دي.
د اور وژنې ډله د غزني ښار ته رسېدلې او روشن مخابراتي کمپنۍ بیا خپل فعالیت پیل کړی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند، سید غفور احمد جاوید د غزني ولایت اوسېدونکو ته وویل:" د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له هغوی سره دي او له هغوی څخه د دفاع په لار کې به له هېڅ ډول مرستې ډډه ونه کړي، دښمن د غزني له ښار څخه شړل شوی او په دغه ښار کې ژوند بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی"
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته