غزني; په دوو ترافیکي پیښو کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د لیندۍ۱۷مه، باختر
د غزني ولایت په ګیلان او ناور ولسوالیو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو تن مړ او ۶ نور ټپیان دي.
د غزني امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي باختر آژانس ته ویلي، چې لومړۍ پېښه د ګیلان ولسوالۍ اړوند د کابل- هرات پر لویه لار هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ډاکسن موتر له سړک څخه واوښت, چې په پایله کې یې یو تن مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال د امنیې قومندانۍ ویاند د ناور ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه بار وړونکي موټر د اوښتو په پیښه کې د دوو تنو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی.
د ویلو ده چې د لیندۍ په ۱۳مه هم د غزني په اندړو او قره باغ ولسوالیو کې په دوو ترافیکي پیښو کې یو تن مړ او یو بل تن ټپي شوی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته