غزني ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ ډېر شوی

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په روان کال کې دغه ولایت ته د ۲۸۶ بهرنیو سیلانیانو د ورتګ خبر ورکړی دی.
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار وايي، چې د ایټالیا، جرمني، پاکستان، امریکا، بلجیم، روسیې، هندوستان، اتریش، چک سلواکیا، ایران، قرغزستان، اوزبکستان، ترکیې، کینیا، نیدرلنډ، انګلستان، برازیل، مکسیکو، هنګري، هسپانیا، اسټرالیا او هالنډ هېوادونو سېلانیانو د غزني له تاریخي سیمو او لرغونو آبدو څخه لیدنه کړې ده.
د نثار په وینا، د غزني تاریخي سیمې د نړیوالو سیلانیانو د پام وړ ګرځېدلې دي، چې دا د سیمې د کلتوري ارزښتونو څرګندونه کوي.
هغه زیاته کړې، چې په دغه ولایت کې یو شمېر لرغونې آبدې د نړېدو له ګواښ څخه ژغورل شوي او د ځینو تاریخي ځایونو د بیارغونې چارې روانې دي، څو دغه سیمې د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.
د غزني سیمه ‌ییز مسوولین په دې باور دي چې د سیلانیانو ورتګ نه یوازې د کلتوري ارزښتونو د ساتنې لپاره ګټور دی، بلکې د سیمې اقتصادي وضعیت ته هم پراختیا ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته