غزني؛ د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال چارې بشپړې شوې

کابل، د مرغومي ۲۷ مه، باختر
د غزني ښاروالۍ ریاست مسوولین وایي چې د مرکز اړوند قلعه جوز سیمه کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست د سکتور امر فضل احمد مدني باختراژانس ته وویل، دغه استنادي دېوال د ۶۷۱ متره په اوږدوالي، ۴ متره په لوړوالي او نیم متره په سور سره د یونپس موسسې په مالي ملاتړد ۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې چارې یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
د نوموړي په وینا د دغه استنادي دېوال په جوړېدوسره د یادې سیمې ډېری برخې د سېلابونو له خطرڅخه خوندي شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د شامیر صاحب کانال هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.