غزني؛ د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

کابل د لړم ۲۰مه، باختر
د غزني ولایت په مرکز کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۸۰۰ متره په اوږدوالي د یوه سړک د جوړېدو او یو شمېر نورو پروژو چارې بشپړې شوې دي.
د غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه د باختر آژانس خبریال ته ويلي، چې دغه ښار کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۸۰۰ متره سړک، ۲۰۰ متره لښتیو او ۲۴۰ متره استنادي دېوال د جوړېدو پروژې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.
نوموړي زیاته کړه چې د یادو پروژو چارې د دوه میاشتو په موده کې پای ته ورسېدې چې د پلې کولو پر مهال یې ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د غزني ولایت په ښار کې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو ټولګټو پروژو چارې پیل شوې وې، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته