غزني؛ د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې
کابل، د لېندۍ ۷ مه، باختر
د غزني ښاروالۍ مسوولینو په یاد ولایت کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارو د پیل کېدو خبرورکړی دی.
غزني ښاروالۍ له لوري د غزني ښار روضې سیمې اړوند سلطان محمود غزنوي زیارت ته څېرمه، د خواجه بهایی جان آغا د فرعي سړک د پخولو چارې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
دغه سړک چې ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۶ متره پلنوالی لري، د جوړولو چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیا رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.