غزني؛ دوو ترافیکي پېښو کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د لیندۍ ۲۴مه، باختر
د غزني ولایت په مرکز کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ او د دوو ښځو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې لومړۍ پېښه نن سهار د غزني د ښار اړوند خرخشې سیمه کې د یوه سراچه ډوله موټر د اوښتو له امله رامنځته شوه، چې له امله یې یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال د امنیې قومندانۍ ویاند د مرکز اړوند اسفندې سیمه کې د ویډز موټر د اوښتو له امله د دوو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
د دواړو پېښو لامل د موټر چلونکو بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د لېندۍ په ۱۷مه هم د غزني په ناور او ګیلان ولسوالیو کې په دوو ترافیکي پیښو کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته