غزني؛ ترافیکي پېښې له امله ۲ کسان مړه شوي

کابل د مرغومي ۲۹مه، باختر
د غزني ولایت د امینه قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ اړوند نوري سیمه کې د یوه فیلډر موټر د چپه کېدو په پېښه کې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.