خبرونهټولنه

عمري کمپ کې د ٩،٣ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د غبرګولي ١٣مه، باختر
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رياست په هڅو د يونسیف ادارې له لوري په تورخم عمري کمپ کې د پاکو اوبو دوه شبکې تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د یاد ولایت د کليو بيارغونې او پراختيا رئيس مولوي قسمت الله مبارز د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ چې د تورخم په عمري کمپ کې د يونسیف ادارې په مالي ملاتړ د ٩،٣ ميليونه افغانيو په لګښت په سولري سیستم سمبال د پاکو اوبو دوې شبکې جوړې شوې دي.
مبازره زیاته کړه، چې په دغو شبکو کې د ١٠٠ زره متره مکعب په وړتیا سره د اوبو ذېرمې جوړول، ٨٦ نلکې نښلول، ٥ اطفايوي والونو لګول او دوې ژورې څاه ګانې کيندل شاملې دي.
ورته مهال د ننګرهار د کډوالو چارو رياست مرستيال قاري زاهد الله زاهد وويل؛ چې له پاکستان څخه تورخم ته د تېرو شاوخوا دوو مياشتو په ترڅ کې ٥٠ زره کورنۍ راغلي، چې دوی ته د لنډې مودې د مېشتېدنې په موخه د ژوند ټولې آسانتياوې برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته