علي زيدان دليبيا د نوى صدراعظم په توګه وټاکل شو

طرابلس – باختر دتلې ٢٤
دليبيا ملى کنګرې، علي زيدان ددغه هيواد دنوى صدراعظم په توګه انتخاب کړى دى.
زيدان يو خپلواک استازى دى چې په دريو نوي موافقو رايو انتخاب شو.
ده دعدالت او عمران ګوند کانديد ته چې په اخوان المسلمين پورې اړوند دى؛ ماتې ورکړه.
دليبيا دملي ټولنې رييس،((زيدان)) د برياليتوب په اعلامولو سره له ده څخه وغوښتل چې په دوو اونيوکې خپله کابينه معرفي کړي .
پخواني صدراعظم مصطفى ابوشکور يوه اوونۍ مخکې دکابينې په جوړولوکې له ناکامى وروسته ګوښه کړى شوى دى.
زيدان دليبيا دپخواني ديکتاتور ډګرمن معمر القزافي دحکومت په دوران کې د ډيپلومات په توګه کار کاوه، خو په ١٩٨٠ کال کې ده له حکومت څخه ووښت او په بهرکې دقزافي له مخالفينو سره يو ځاى شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته