نړۍ، د وږي ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ
د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر مسعود پزشکیان نن چهارشنبه عراق ته خپل لومړنی بهرنی سفر ترسره او بغداد هوایي ډګر کې د عراقي لومړي وزیر محمد شیاع السوداني له لوري ورته هرکلی ویل شوی.
ورته وخت کې د عراق امنیتي ځواکونو خبر ورکړی، چې دغه هېواد ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان تر سفر یوه ورځ مخکې د بغداد هواي ډګر کې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو په پوځي هډه کې د یوې زورورې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان دا لومړی بهرنی سفر دی، چې بغداد ته یې ترسره کوي.