سیاست

عراق ته د سفرلپاره د افغان زيارت کوونکو د ستونزو د څيړنې لپاره غونډه جوړه شوه

کابل باختر دسلواغي دويمه :
عراق ته د سفرلپاره د افغان زيارت کوونکو د ستونزو د څيړنې او له منځه وړلو په مقصد نن له غرمې وروسته  د جمهور رييس د مرستيال محمدکريم خليلي دکار په دفترکې يوه غونډه جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې غونډه کې چې  د بهرنيو چارو، کورنيو چارو او د حج او اوقافو وزيرانو هم برخه لرله؛ په عراق کې  د عتبات عاليات د زيارت په مقصد د افغان زيارت کوونکو ستونزې او دغه راز د افغان زيارت کوونکو د سفر لپاره د لازمو اسانتياوو د برابرولوپه باب خبرې او څيړنې وشوې.
غونډې هغه تفاهم ليک چې پخوا د دواړوهيوادونو افغانستان او عراق ترمنځ  لاسليک شوي دي؛ د دواړو هيوادونوترمنځ په بېلابېلوبرخوکې د متقابلو اړيکو د پراختياپه لاره کې ارزښتناک وباله او ټينګار يې وکړچې له دې وروسته دې د افغان زيارت کوونکو استول د دغه تفاهم ليک په چوکاټ کې تنظيم شي.
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې ددغه تفاهم ليک له متن سره سم له دې وروسته  د افغان زيارت کوونکو دسفر دتنظيم مسووليت دحج او اوقافو وزارت په غاړه دى او دغه وزارت مسووليت لري چې له نورو اړوندوارګانونوسره په همغږى کې عتبات عاليات ته د افغان زيارت کوونکو د سفر لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
په دې غونډه کې هغه طرزالعمل چې عراق ته دافغان زيارت کوونکو دسفر دتنظيم  د څرنګوالى په باب د حج او اوقافو وزارت له خوا برابر شوى و؛ هم تاييدشو او د بايو متريک د سيستم د اسانتياوو د برابرولو په برخه کې د کورنيو چارو وزارت د همکاريوله امله دقدرداني په ترڅ کې دغه وزارت ته  دنده وسپارل شوه چې د افغان زيارت کوونکو د سفر د اسانتيا په مقصد دې په دې برخه کې زياتې اسانتياوې په پام کې ونيسي.
په دې غونډه کې اړوندو ادارو ته هم لارښوونه وشوه چې د زياتو اسانتياوو د برابرولو په مقصد دې له کابل څخه بغداد او له بغدادڅخه کابل ته د افغان زيارت کوونکو د مستقيمې الوتنې زمينه هم برابره کړي.
دغه راز په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د هغو افغان زيارت کوونکو د سفر لپاره چې په عراق کې د مقدسه اماکنو د زيارت لپاره مخکې له مخکې پروګرام  جوړ کړى دى او د مودو مودو لپاره په کابل ښارکې سترګې په لاره پاتې شوي دي؛  بيړنۍ او لازم  تدبيرونه ونيول شي او په همدې مقصدغونډې پريکړه وکړه چې  د بهرنيو چارو،کورنيو چارو او دحج او اوقافو وزارتونه دې د١٣٩٢ کال د سلواغې دمياشتې په دريمه نيټه دپنجشنبې په ورځ په کابل کې د عراق له سفيرسره غونډه وکړي او لازمې همغږۍ دې رامنځته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته