خبرونهنړۍ

عراق او سوریه کې د امریکا بریدونه؛ ګڼ غبرګونونه یې راپارولي

نړۍ, د سلواغې۱۴ مه, بهرنۍ رسنۍ
د امریکا متحده ایالاتو له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هوایي ځواکونو یې نن شنبې سهار وختي د عراق او سوریې په بېلابېلو سیمو کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو او سپاه پاسداران اړوند وسلوالو ۸۵ اهداف په نښه کړي او دغو وسلوالو ته یې سخته مرګ ژوبله اړولې ده.
د امریکایي پوځيانو دغو هوایي بریدونو بېلابېل غبرګونونه راپارولي او د دغې کړنې غندنه یې کړې ده.
عراقي چارواکو د امریکا دغه ګام د دوی په خاوره تېری بللی او دا یې عرضي تمامیت نقض یاد کړی دی، خو امریکایي چارواکو ویلي، چې عراق کې یې دغه بریدونه د دغه هېواد له چارواکو سره په همغږۍ کړي دي.
ورته وخت کې سوریه یي چارواکو خبر ورکړی، چې دغه هېواد کې ټول بریدونه په ملکي اهدافو ترسره شوي او دغو سیمو کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو وسلوالو او یا هم د سپاه پاسدران اړوند مرکزونو شتون نه درولود.
الجزیرې ټلویزون هم د یو شمېر ادرسونو له قوله خبر ورکړی، چې سوریه کې د امریکا هوایي بریدونه پر ملکي اهدافو ترسره شوي.
دغه بریدونه وروسته تر هغې کېږي، چې سور سمندر کې د امریکا پوځي او سوداګریزو بېړیو د یمن حوثي وسلوالو له لوري سخت ګزارونه وخوړل.
تر دغو بریدونو وروسته سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې سیمه کې به د امریکایي چارواکو په خبره، د حوثیانو په څېر د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو وسلوالو پټنځایونه او مرکزونه په نښه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته