نړۍ، د وږي ۱۸مه، بهرنۍ رسنۍ
نړیوالو رسنیو د عراق د دفاع وزیر ثابت محمد سعید العباسی له قوله خبر ورکړی، چې واشنګټن سره له دغه هېواد څخه د ائتلافي ځواکونو د وتلو پر سر هوکړې ته رسېدلی او دغه لړۍ به سږ ۲۰۲۴ زیږدیز کال پیل او راتلونکی ۲۰۲۵ زیږدیز کال به دوام وکړي.
د نوموړي په خبره دغه هوکړه دوه مرحلې لري، چې ښایي تر ۲۰۲۶ زیږدیز کال پورې پلې شي.
د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه په عراق، سوریه او د عربي نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې زرګونه سرتېري لري، چې ځینې هېوادونه لکه سوریه او عراق یې له شتون سره مخالف دي.
امریکا د نړۍ پر اکثریتو هېوادونو د اشغال وزرې غوړولي، خو له ځینو هغو یې د وتلو لړۍ په افغانستان کې تر ماتې وروسته پیل شوه.
14 1 دقیقه لوستل