سیاست

عدلي او قضايي کميټې د حامدکرزي په مشرۍ غونډه وکړه

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٩  :
د عدلي او قضايي کميټې غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ او د قاضي القضات او د سترې محکمې د سرپرست  پوهاندعبدالسلام عظيمې، لوى څارنوال څارنپوه محمداسحق الکو، د افغانستان د اسلامي  جمهوريت د عدليې وزارت د مسلکي معين او سرپرست قانونپوه سيديوسف حليم،ګل رحمن قاضي  او دافغانستان داسلامي جمهوريت دعدلي اوحقوقي چارو دمشورتي بورد د رييس نصرالله ستانکزي په ګډون جوړه شوه او په اجندا کې د نيول شويو موضوعګانوپه باب دغه تصميمونه ونيول شول:
دغونډې په لومړۍ برخه کې د استراليايي تبعه روبرت لنګدن د مجازاتو د بخښنې غوښتنه چې غزني او قندهار ته د آيساف د ځواکونو د انتقالاتو او اکمالاتو د کتار د اطلاعاتو د آمر په کريم الله مشهور د فضل الربي په نامه  د يو افغان افسر د وژنې مرتکب شوى و؛ دغه مجرم  په دې دليل چې ظلم يې کړى دى  او افغان افسر يې په بيرحمانه ډول وژلى دى  او د محکمې له خوا د قضايي  رافت  په پام کې نيولو سره په شل کاله تنفيذي بند محکوم شوى و؛  د مجلس له خوا رد شوه.
په اجندا کې د دوو تنو شاملو بنديانو د مجازاتو د بخښنې په باب چې په بيلابيلو جرمونو د محکمو له خوا په مجازاتو محکوم شوي و؛ د مجلس له پريکړې سره سم تخفيف په پام کې ونيول شو.
د غونډې په بله برخه کې د سيدعلي آغا په نامه يو بل بندي وبخښل شو او د قاري مدثر په نامه يو تن بل د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا د وکيلانو ، سپين ږيرو، د سيمي د مخورو او د ده د پلارله تضمين وروسته دبخښنې تجويز په پام کې ونيول شو او په پاى کې په اجندا کې د دوو نيول شويو موضوعګانو په باب تصميم بلې غونډې ته وځنډول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته