خبرونهټولنه

عدليې وزارت د درملو د يو شرکت مسوولين څارنوالۍ ته معرفي کړل

کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر

د عدليې وزارت د درملو د يو واردونکي شرکت مسوولين د جعل او تزوير په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت نن د يوې خبرپاڼې  په خپرولو سره ليکلي دي، د افغان سرجيکل شرکت او د افغان فارما شرکت له څو کلونو را په دېخوا د ګلف فارمو سيوتيکل (جلفار) په کمپنۍ پورې د اړوندو درملو د انحصاري واردولو او د دغې کمپنۍ له لوګو څخه  د استفادې پر سر حقوقي دعوا لرله.

د عدليې وزارت د دغه وزارت  د کورني پلټنې له رياست څخه يو پلاوی د امارت د قضايا په رياست کې د دغې دوسيې د څېړنې په موخه وټاکه.

موظف پلاوي د دې دوسيې په  څيړنې سره  وموندله  چې د افغان فارما شرکت  وروسته له هغه چې د متحده عربي اماراتو له ګلف فارمو سيوتيکل (جلفار) کمپنۍ سره په  ٢٠١٨ ميلادي کال کې د هغوى قرارداد فسخه شو، په تزویري ډول د خپل شرکت په نامه د جلفار د لوګو او نښې په ثبتولو اقدام کړى دى او (٩٦١) ګڼه رسمي جريده يې هم جعل کړې ده او له هغه څخه يې  په خپله ګټه د قضيې د پرمخ بيولو په لاره کې استفاده کړې ده.

څرنګه چې د افغان فارما د شرکت په نامه د( جلفار) د لوګو او نښې ثبتول په جعلي او تزویري ډول ترسره شوي دي او افغان سرجيګل شرکت د جلفار کمپنۍ د درملو د واردلو مستحق دى.

دعدليې وزارت د افغان فارما شرکت مسوولين د جعل او تزوير په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي او شرکتونه يې د اړوندو ادارو په مرسته تړلي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته