عبدالمنان شېوای شرق د ژوندانه په چاپېريال ساتنه کې د ميديوتيک بنسټ د هڅو هرکلى وکړ

کابل / د غبرګولي١۲ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق نن د افغانستان د ميديوتيک بنسټ د ژوندانه چاپېريال ساتنې خبريالانو د شبکې له مسوولې او يوشمېر غړیو سره په کتنه کې د ژوندانه چاپېريال ساتنې په خاطر د دغه بنسټ د هڅو هرکلی وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان د ميديوتيک بنسټ د ژوندانه چاپېريال ساتنې د برخې استازې برين مهر د خپلو نورو همکارانو په استازيتوب د دغه بنسټ د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د ۳۰ دولتي او غير دولتي رسنيو خبريالان په رضاکارانه ډول له دغه بنسټ سره همکاري کوي.
هغې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو له معين څخه وغوښتل چې د فرهنګ جوړولو او د ژوندانه چاپېريال ساتنې په برخه کې د ميديوتيک له بنسټ سره همکاري وکړي او د دغه بنسټ په ملاتړ رسنۍ دې ته اړې کړي چې د خپلو خپرونو له لارې د ژوندانه چاپېريال ساتنې د ارزښت او د هوا د ککړتيا د مخنيوي په اړوند په خپلو پروګرامونو کې د ژوندانه چاپېريال ساتنې په تړاو پيغامونه خپاره کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين د ژوندانه چاپېريال ساتنې په خاطر د یاد بنسټ د هڅو په هرکلي سره وويل: شین او سمسور چاپېریال د شین او سمسور فکر پایله ده، ترهغو چې خپل چاپېريال شين او سمسور نه کړو؛ نه شو کولاى سمسور فکر او اندېشې ته ورسېږو.
شېوای شرق له میدیوتیک بنسټ سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملاتړ څرګند کړ او ژمنه يې وکړه چې د ژوندانه چاپېريال ساتنې د پيغامونو او د رسنيو له لارې د ژوندانه چاپېريال ساتنې په خاطر د ځانګړو پروګرامونو او پيغامونو د خپرولو په خاطر به د رسنيو له مسوولينو سره خبرې وکړي.
دغه راز هغه له یاد بنسټ سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګډو پروګرامونو د جوړولو او نورو همکاريو ډاډ ورکړ.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته