فرهنګ

عبدالمنان شېواى شرق په پرتمين ډول د افغانستان – ايران د کتاب د نړيوال نندارتون پر جوړولو ټينګار وکړ

کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين عبدالمنان شېواى شرق په مشرۍ نن د افغانستان – ايران د کتاب د نړيوال نندارتون د جوړولو لپاره د تياري غونډه په کابل کې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د کتاب خپروونکو د اتحاديې، د ملي امنيت د لوى رياست، کابل ښاروالۍ، کابل پوهنتون او په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت د استازو په ګډون جوړه شوه؛ د افغانستان – ايران د کتاب د نړيوال نندارتون د جوړولو د څرنګوالي  او د اړوندو برخو د تياريو په اړه خبرې وشوې.
د غوڼدې برخه والو په ښه ډول د دغه نندارتون د جوړولو په اړوند چې ټاکل شوې ده په کابل پوهنتون کې جوړ شي، خپلې نظريې او وړانديزونه وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د خپلو همکاريو او تياريو ډاډ ورکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين په پرتمين ډول په کابل کې د افغانستان – ايران د کتاب د نړيوال نندارتون د جوړولو او د لازمو تياريو په خاطر پر زياتې همغږۍ او هلوځلو ټينګار وکړ.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته