کابل باختر د زمري دري ويشتمه
دملي اردو داصلاحاتو او دهيواد دامنيتي او دفاعي سکتور دسمبالولو او وسله وال کولو دپراختيا په چارو کې دستر سلاکار دټاکنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي فرمان
دافغانستان داساسي قانون د ٦٤ مادي د ١٣ فقري له حکم سره سم او په نظامي برخو کې له علمي زده کړو او کاري تجربو څخه داغيزمنې استفادي په مقصد دملي اردو داصلاحاتو او دهيواد دامنيتي او دفاعي سکتور دپرمختيا دوسله وال کولو او سمبالولو په چارو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د ستر سلاکار په توګه دستر جنرال عبدالرحيم وردګ ټاکنه منظوره ده . په فرمان کې داړوندو چارو په ترسره کولو کې دده دلا زياتو برياليتوبونو هيله شوې ده .