عبدالباري جهاني : رسنۍ دې بايد د روژې دمبارکې دمياشتې له فضيلتونو سره سمې خپرونې وکړي .

کابل باختر د غبرګولي شپږ ويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني دروژې دمبارکې مياشتې له امله ټولو ديندارو هيوادوالو ته دمبارکۍ دويلو په ترڅ کې دهيواد له رسنيو څخه وغوښتل چې دروژې په مبارکه مياشت کې دې خپلې خپرونې ددغې مياشتې له فضيلتونو سره سمې عيارې کړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير له خلکوڅخه وغوښتل چې دروژې په مبارکه مياشت کې دې له اخوت اووروولۍ اوزغم اوصبرڅخه کارواخلي او له خپلواړواوبيوزلو سره دې مرسته اوهمکاري وکړي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير چې په دې اړوند يې دباختراژانس له خبريال سره خبرې کولې دروژې دمبارکې مياشتې له امله دافغانستان ټولو مسلمانو خلکو ته مبارکي وويله او دهيواد له تصويري او غږيزه رسنيو څخه يې وغوښتل چې په خپلو خپرونو کې دې ددغې مبارکې مياشتې فضيلتونه په پام کې ونيسي .
په همدې ترتيب داطلاعاتواو فرهنګ وزير وسله والو مخالفينو او په جګړو کې ښکيلو لوروته په خطاب کې وويل چې د روژې دمبارکې مياشتې په حرمت دې له جګړې اونښتې څخه ډډه وکړي او پريږدي چې دافغانستان مسلمان او دينداره خلک دغه مبارکه مياشت په ارامه فضا کې تيره کړي .