فرهنګ

عبدالباري جهاني: د تاريخي آثارو او آبداتو بيا رغاونه او ساتنه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارونو په سرکې ځاى لري

کابل / باختر د لړم  د مياشتې  ٩  :

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن د لغمان له والي سره د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميمولو او د (لغمان د تاريخ په اوږدوکې) د علمي _ څيړنيز سيمينار د جوړولو په باب خبرې وکړې .

د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:

په دغو خبروکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په لغمان ولايت کې د تاريخي آبداتو د ساتنې او د لرغونو آثارو د مرمت کولو په باب اوږدې خبرې وکړې.

د اطﻻعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني دغه راز وويل چې د تاريخي آثارو او آبداتو بيا جوړول او ساتنه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دکړنو په سرکې ځاى لري.

دغه راز د لغمان والي عبدالجبارنعيمي په دغه ولايت کې د عامه کتابتون د نشتوالي يادونه وکړه او ميترلام بابا د مقبرې په بيا جوړولو او ترمميولوکې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې له امله مننه وکړه او ويې ويل: د لغمان ولايت   قلعه سراج بيا جوړولو ته اړتيا لري .

د دغو خبرو په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وويل چې له  محدودو امکاناتو څخه په استفادې سره د لغمان ولايت وړانديزونه څيړل کيږي.

په دغو خبروکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي سلاکار او وياند هارون  حکيمي هم برخه لرله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته