عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د شکایتونو اورېدلو قانون توشیح کړ

کابل، د وري ۷مه، باختر 

د عالیقدر امیرالمومین حفظه الله له لوري د شکایتونو اورېدلو قانون توشیح او نن د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د چارواکو له لوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې رسنیز شو.

د یاد وزارت د شکایتونو اورېدلو معین شيخ سیدعلي صدیق الله په یاده غوڼده کې وویل چې د شکايتونو اورېدلو قانون د عاليقدر اميرالمومنين حفظه الله له لوري په ۲ فصلونو او ۲۳ مادو کې توشيح شوی دی.

نوموړي د دغه قانون توشيح کېدل نېک اقدام وباله او په عملي کېدو سره به يې ډېرې ستونزې حل شي.

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معین همدارنګه وویل چې یاد وزارت د خلکو ستونزو ته د رسېدو په موخه شپه ورځ هڅې کوي او په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې هم لري.

هغه زیاته کړه، چې تېر کال په پلازمېنه کابل کې د امربالمعروف وزارت سره تېرکال په پلازمېنه کابل کې ۱۷۰۰ شکايتونه ثبت شوي، په داسې حال کې چې دغه شمېره وړم کال ۵۰۰۰ ته رسېده او د شکايتونو په شمېر کې دغه کموالی له اسلامي امارت څخه د ولس رضايت او له خلکو سره د اسلامي امارت د منسوبينو ښه چلند په ډاګه کوي.

د شکایتونو اورېدلو قانون د دویمې مادې له مخې دغه قانون د امارتي ادارو له مسوولینو او کارکوونکو څخه د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې او د عدالت د تامین د زمینې برابرولو په موخه تدوین شوی دی. 

د یاد قانون د ۱۸مې مادې پر بنسټ که پرته له شکایت څخه مالومه شي، چې د امارتي ادارو له لوري د خلکو حقونه تلف شوي دي نو وزارت کولای شي، چې په مستقیم ډول د موضوع بشپړ راپور اړوندې ادارې او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله مقام ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته