عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله: محاكم دې د ماليې وزارت او ښاروالیو اړوند موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړي
کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت زعيم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالى د ١٤٤٥/٥/٢٠ هـ ق نېټې په (٢٥٧٦) ګنـه حکم کې د هېواد محاکمو ته حکم کړی، چې د مالیې وزارت او ښاروالیو اړوند موضوعاتو ته دې لومړیتوب ورکړي.
په یاد حکم کې راغلي: (د مالیې وزارت او ښاروالیو اړوند موضوع ګانو ته په خپلو کارونو کې اولویت ورکړئ او آینده دې د دوی موضوعګانې ابتدائيه محکمې په شل ۲۰ ورځو کې، مرافعه محکمې په پنځلس ١٥ ورځو کې او تميز کې دې په یوه میاشت کې ترسره کېږي).