سیاست

عالمان او ملا امامان: د وخت د شوروي د سره پوځ په وړاندې زموږ د مجاهد ملت برياليتوب ددغه ملت د يو والى، اتفاق او پيوستون حاصل و

کابل باختر د مرغومي شپږمه :
خطيبانو اوملا امامانو نن د جمعې د لمانځه په خطبوکې خلک د درس او تعليم زياتې زده کړې او په هيوادکې دراتلونکى کال په انتخاباتوکې دګډون لپاره تياري ته راوبلل .
دهيواد له مرکز او ولايتونو څخه د باخترآژانس د خبريالانو د خبر له مخې: په دغو خطبوکې علم او پوهې د زده کړې په کارکې د اسلام د مبين دين د ټينګار په باب څرګندونې وشوې او هم له خلکو څخه وغوښتل شول چې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د راتلوونکي کال په انتخاباتوکې دګډون لپاره تياري ونيسي اوخپله رايه دې دهغه چا په ګټه  وکاروي چې د دين، خلکواو  هيواد په نسبت زړه سوانده او خدمتګاره څيره وي او په دې لاره کې په صداقت سره هلې ځلې  وکړي.
  دغه راز په دغو خطبوکې په افغانستان دوخت دشوروي د سره پوځ ديرغل کاليزې ته هم اشاره وشوه او ددغه پوځ له منګولوڅخه د هيواد د آزادي د لارې د سورکفنو شهيدانو پاک روح ته دعا وشوه.
په خطبوکې وويل شول چې لوى خداى (ج ) د وخت د شوروي د سره پوځ په وړاندې برياليتوب د افغانستان د مجاهدملت په برخه کړ او دغه برياليتوب زموږ د مومن اومسلمان ملت د اتفاق، اتحاد او پيوستون زيږنده وبلل شو.
  په خطبوکې د امريکا له متحده ايالاتو سره د امنيتي او دفاعي تړون په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس د دريځ ملاتړ وشو او ټينګار وشو چې بايد په دې برخه کې د هيواد لوړې ګټې په پام کې ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته