ټولنه

عالمانو تروريستي عملونه وغندل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٥ :
تروريستي بريدونه   دديني لارښوونو پرخلاف دي .
دباخترآژانس دخبرله مخې :   دولسي جرګې دغړي  ملاتره خيل محمدي په ګډون دهېواد يوشمير جيدو عالمانو پرون  په کابل  ښارکې دالحاج  جنت ګل تره خيل له مدرسې څخه ديوشمير طالبانو  دفراغت په مراسمو کې  خبرې  وکړې او دتروريستي عملونو او دهېواد دبيګناه خلکو  دوژنې دغندلو په ترڅ کې وويل  چې دتروريستي عملونو سازمان ورکوونکي   او ترسره کوونکي  به  دتل لپاره   ددوزخ په اور کې وسوځي او هيڅکله به   په الهى رحمت کې شامل نه شي .
دوى  له دولت څخه وغوښتل  چې  طالبانو ته دې په هېواد کې   دباکيفيته زده کړې  زمينه برابره کړي او له هېواد څخه بهر ته ددوى دورتګ  مخه ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته