امنیت

عادي ژوندانه ته دکندز دخلکو راستنيدل .

کابل باختر د تلي شلمه :
جګړه  له کندز ښار څخه بهر ته ليږدول شوې ده اوخلک ورو ورو  خپلو کورونو ته ستنيږي   خو دغه جګړه ددغه ښار زياتې کورنۍ ويرجنې کړې دي .
  دباختراژانس خبريال دکندز له ښار څخه وايي زياتره هغه کورنۍ چې دطالبانو جبهو ته  څيرمه ژوند کوي زياتې زيانمنې شوې دي
يوه کورنۍ چې دوه ورونه يې دکندز ښار  په جګړو کې شهيدان شوي دي وايي په دريمه ورځ جګړه سخته شوه اوزموږ کورنۍ  تصميم ونيوه چې له کندز ښار څخه امنې سيمې  ته لاړ شو کله چې له کور څخه ووتو زما دوه ورونه چې يو يې  دوه ويشت کلن او بل يې اوولس کلن و شهيدان شول او وراره مي هم ټپي شو
دکندز ښار دغه اوسيدونکي وايي  زموږ يواځنۍ غوښتنه په دغه ښارکې دامنيت ټينګښت دى او په دغه ښار کې دامنيت او ارامۍ د ټينګښت هيله لرو .
داپه داسې حال کې ده چې په کندز کې امنيتي حالت ښه  شوى دى او خلک له  دوو اوونيو جګړو وروسته دامنيت دښه والي هيله موندلې ده .
دوى وايي اوس هم دڅښاک دروغتيايي اوبو اوبريښنا په ګډون سيمه ئيزې ستونزې شته او يواځې تيره شپه دکندز ښار يوه برخه  دبريښنا په واسطه روښانه شوې وه .
دکندز ولايت سرپرست وايي امنيتي ځواکونه تراوسه پورې دکندز ښار ته څيرمه کور په کور  په چاڼيزو عملياتو بوخت دي .  اوښه برياليتوبونه يې ترلاسه کړي دي لکه څرنګه چې ددوو عملياتو په بهير کې  شل تنه وسله وال طالبان داستوګنې له کورونو څخه چې په جګړو يې لاس پورې کول نيولي دي .
دکندزولايت سرپرست خلکوته ډاډ ورکوي چې بيرته خپلو کورونوته راستانه شي اوددوى داوبواوبريښناستونزې به تردوو ورځوپورې حل شي
دده دڅرګندونوله مخې :دښمن له امنيتي :ځواکونوسره دمقابلې وس نه لري اودهمدغوسرښندونکو پوځيا نو په واسطه به دکندزپه ګوټ ګوټ کې تعقيب شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته