سیاست

عادلې راز دسيمه ئيزو اقتصادي همکاريو پراختيا دافغانستان دحکومت لومړيتوب وباله .

کابل باخترد چنګاښ  نولسمه :
  دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې عادلې راز  نن په افغانستان  کې  دملګروملتو دسازمان  دپرمختيايي پروګرام  له رييس  جاسلين  مي سن   سره په کابل کې وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  ددې کتنې په پيل کې  ميرمن راز  دسيمه ئيزو اقتصادي همکاريو په باب معلومات وړاندې کړ او ددغه شان همکاريو پراختيا يې دافغانستان دحکومت يواساسي لومړيتوب وباله .
  دغه راز  ميرمن راز دسولې په تامينولو اودسيمه ئيزې همکارى په پياوړتيا کې  دسيمه ئيزو همکاريو  دسازمان رول  مهم وباله  او په دې برخه کې  يې  دريکاکنفرانس  او داستانبول بهير په چوکاټ کې  دافغانستان ددولت  دهڅو يادونه وکړه .
د کتنې په دوام ميرمن راز دريکا دسيمه ئيزو همکاريو او د استانبول دبهير ترمنځ  دزياتې همغږى  درامنځته کولو لپاره  دافغانستان دحکومت  هڅو ته اشاره وکړه  او دريکا دکنفرانس  په چوکاټ کې يې داقتصادي همکاريو په برخه کې  پرمختګونه  ديادونې وړ وبلل .
   ميرمن راز دمثال په توګه  له مرکزي اسيا  څخه  داسيا جنوب ته دانرژى دليږدونې  دپروژو يادونه وکړه .
دتاپي او دکاسا – ١٠٠٠ پروژو  او دلاجوردو دلارې  دموافقه ليک لاسليک  هغه مهم ګامونه وبلل  چې په دې لاره کې  اخستل شوي دي .
مي سن په افغانستان کې دملګروملتو دپرمختيايي  پروګرام  دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ  .
ده دغه راز  دسيمه ئيزو اقتصادي همکاريو دبهيرونو دپياوړتيا او ملاتړ په مقصد  دملګروملتو دسازمان  دپرمختيايي پروګرام  دادارې  او دافغانستان دحکومت ترمنځ دهمکاريو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .    ختم-  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته