عاجل: دکندز داستيناف څارنوالۍ په ادارې دځانمرګو يرغلګرو ډله ئيز بريد .

کابل باختردلړم پنځمه :
يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو څوشيبې مخکې دکندز ولايت داستيناف  څارنوالۍ  په ادارې بريد وکړ .
درارسيدلو خبرونو له مخې،  لومړي يوه ځانمرګي يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر په کندز ښار پورې اړوند دسر دورې په نامه ښارګوټي کې ددغې ادارې د دروازې په وړاندې وچاوه او وروسته  دريو تنو نورو يرغلګرو له امنيتي ځواکونو سره په نښتې  لاس پورې کړ .
  يرغلګر دملي اردو په جاموسمبال و او درسمي کار په کارتونو سره يې دکندزداستيناف  څارنوالۍ  د ادارې په دروازې پورې ځان رسولى و .
دباختر اژانس خبريال حرمت دپيښې له ځاى څخه خبر راکړ چې ديرغلګرو اودامنيتي مامورينو  ترمنځ نښته  دوام لري .
ويل کيږي چې امنيتي ځواکونو دکندز داستيناف  څارنوالۍ  دادارې شاوخواسيمه کلابنده کړې ده او هلې ځلې کوي چې يرغل يوپه بل  پسې  وځپي .
دکندز  ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سيدسرور حسيني زموږ خبريال ته ويلي دي چې تراوسه پورې دوه تنه يرغلګر له پوځيانو سره په نښته کې ځپل شوي دي.
دى په  دې پيښه کې  دکندز داستيناف  څارنوالۍ ديو تن ساتوونکي شهادت هم تاييدوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته