کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
په غزني ولايت کې نن په يوه نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او
څه ناڅه پنځه تنه نور ټپيان شول.
جګړه نن له غرمې وروسته ديوې نيمې بجې په شاوخوا کې هغه وخت پيل شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دګيرو ولسوالۍ په شيله سيمه کې په يو پوځيانو بريد وکړ او مقاومت تر اوسه پورې دوام لري.
د غزني ولايت دګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه دباختر آژانس خبريال ته وويل :
چې په دغه نښته کې تراوسه پورې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
دخيرخوا دڅرګندونو له مخې په دغه نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ويل کيږي چې طالبان په يوه سيمه کې کلابند شوي دي او د دواړو لورو ترمنځ نښته دوام لري.
ددغې نښتې جزييات وروسته خپريږي.
0 1 دقیقه لوستل